معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې سېلابونو د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه کړي

خوست کې سېلابونو د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۷ مه نېټه):
د خوست ولایتي چارواکو ويلي، چې دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.
د راپور پر بنسټ، پېښه تېره ورځ د خوست په اسماعیل‌ خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې له امله یې د یوې کورنۍ پنځه غړي (مور، پلار او درې اولادونه) اوبو وړي او مړه کړي دي.
د خوست د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس هم پېښه تایید کړې ده.
په وروستیو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس