معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې نامعلومو وسلوالو تېره شپه د یوې کورنۍ لس غړي وژلي

خوست کې نامعلومو وسلوالو تېره شپه د یوې کورنۍ لس غړي وژلي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه د خوست ولایت علیشېرو ولسوالۍ بوخانه سیمه کې نامعلومو وسلوالو د یوې کورنۍ لس غړي په ډزو وژلي.

د مسوولینو په وینا دغه پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې شوې، چې په کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د دغې پېښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي، چې د وسلوالو له لوري هدف ګرځول شوي دي.

د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز د پېښې پخلی کړی او ویلي دي، چې امنیتي ځواکونو په دې اړه جدي پلټنې پیل کړې دي.

د نوموړي په خبره د پېښې عاملین به ډېر ژر ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس