معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوړو نړیوال پرورګرام؛ هره میاشت ۱۵میلیونه افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته کوو

خوړو نړیوال پرورګرام؛ هره میاشت ۱۵میلیونه افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته کوو

کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۱۶مه او د سپټمبر ۸مه نېټه ده) د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي وايي، له غذايي بحرانه د ژغورنې په موخه د خوړو نړیوال پرورګرام د روان کال تر مارچ میاشتې هره میاشت له ۱۵میلیونه افغانانو سره مرسته کوي.

د دې پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي چې د ملګروملتونو دا اداره غواړي چې د راروان ژمي په موسم کې میلیونونه افغانانو ته خواړه ورسوي.
دې ادارې مخکې هم ویلي و، چې له اوکراین څخه به ۸۰ زره ټنه غنم واخلي څو په افغانستان کې یې اړو خلکو ته ورسوي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې اوسمهال د افغانستان له شل میلیون زیات وګړي د لوږې له بحران سره مخامخ دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس