په ختیځ زون کې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې نوی مسؤول و ټاکل شو
په ختیځ زون کې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې نوی مسؤول د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ګهیځ ټولنې غړیو او ژورنالیستانو ته ور وپېژندل شو.
په یاده غونډه کې چې د تېرې دو شنبې په ورځ د لړم په ۱۴مه نېټه جوړه شوې وه په جلال آباد ښار کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په کتابتون کې د ختیز زون او ننګرهار یو شمېر ژورنالیستانو، د یاد ریاست د فرهنګ آمر ښاغلی امرالله امید، په ختیځ کې د ژورنالیستانو خوندیتوب ادارې مشر شیرشاه همدرد، په ننګرهار کې د آزادۍ مطبعو مسؤول، لیکوال او شاعر شفیق الله میمله وال، د مشرقی اتحاد مجلې مشر او نامتو شاعر او ژورنالیست عزت الله ځواب او ځینو نورو مینه والو ګډون درلود.
غونډه د ننګرهار ولایت د ژورنالیزم پوهنځی محصل او د ګهیځ ټولنې غړی نذیر منیب په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې رئیس ښاغلی سردار محمد دیندار خیل د غونډې ګډونوالو ته د ګهیځ ټولنې په اړه معلومات ورکړل او په ترڅ کې یې په ختیځ زون کې د ګهیځ ټولنې له پخوانی استازی ښاغلی جاوید ذاکری مننه وکړه چې په تېره کمه او زیاته دوه کلنه دوره کې یې په ختیځ زون او په تېره ننګرهار ولایت کې له دغې ټولنې سره له اخلاصه ډکه همکاری وکړه او ځوان ژورنالیست ښاغلی محفوظ الحق کاکړ یې په ختیځ زون کې د ګهیځ ټولنې د نوی استازی په توګه د غونډې ګډونوالو ته ور و پېژاند.
په یاده غونډه کې په ختیځ زون کې د ګهیځ ټولنې پخوانی مسؤول ښاغلی جاوید ذاکری چې د شخصی ستونزو له امله یې له دندې استعفا ورکړې او نوی مسؤول ښاغلی محفوظ الحق کاکړ هم په خپل و ار خبرې وکړې او په ټوله کې یې د ګهیځ ټولنې له کار او پلانونو څخه خپله خوښې څرګنده کړه.
همدارنګه ځینو نورو ژورنالیستانو هم په خپل وار د ګهیځ ټولنې له ادارې او کارکونکو مننه وکړه چې په ختیځ زون کې یې د دې ټولنې د فعالیتونو پیل بختور وګڼلو.
همدارنګه د یادې ناستې په پای کې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشرتابه پلاوی غړیو ( مشر سردار محمد دیندار خېل او د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزی) د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د فرهنګ آمر ښاغلی امرالله امید او د آزادۍ مطبعو له مسؤول ښاغلی شفیق الله میمله وال سره وکتل په داسې حال کې چې د ګهیځ ټولنې د کارونو په اړه یې ورته معلومات ورکړل، په ختیځ زون کې یې د ټولنې د کارونو په اړه له دوی نه د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه چې یادو مسؤولینو هم په خپل وار له دوی سره د همکارۍ او مرستې ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په ختیځ زون کې د ګهیځ ټولنې نوی مسؤول ښاغلی محفوظ الحق کاکړ د ننګرهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو په څانګه کې زده کړې کړې دی او له پرله پسې شپږو کلونو را پدیخواه یې له مختلفو رسنیو سره کار کړی دی. محفوظ الحق کاکړ دم ګړی له میلمه راډیو او آی ډبیلو پې آر سره د آزاد ( فری لانس) خبریال په توګه کار کوی.
د ښاغلی محفوظ الحق کاکړ د ټلیفون شمېره:۰۷۸۰۷۱۷۸۰۵
ایمیل ادرس: mahfooz.kakar2014@gmail.com

پخوانی:
“ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه” تر کابل وروسته، د هېواد په ختیز زون ( کونړ، ننګرهار، نورستان او لغمان ولایتونو) کې د خپلو فعالیتونو د پیل زیری ورکوی.
د ګهیځ لیکوالو او ژوزنالیستانو ټولنی د اجرایی کمیسیون د پلاوی د هغه سفر په ترڅ کې چې د روان لمریز کال (۱۳۹۵) د تلې په ۱۵ مه نېټه جلال آباد ته ترسره شو، د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځې محصل او د سباوون ستوری ژورنالیزم انستیتیوت استاد، ښاغلی جاوید ذاکری دم گړۍ په ختیز زون کې د ګهیځ ټولنې د کارونو د همغږی کونکی په توګه و ټاکل شو، چې د ښاغلی ذاکری له خوا هم دغه مسوولیت و منل شو.
پدې توګه د ختیز زون او یادو ولایتونو ټولو ژورنالیستانو،لیکوالو او فرهنګ پالو ځوانانو ته خبر ورکول کیږی چې په یادو ولایتونو کې د ګهیځ ټولنې د کارونو د سمون او غړیتوب ترلاسه کولو لپاره، له ښاغلی جاوید ذاکری سره په اړیکه کې شی. د ښاغلی ذاکری د ټلفون شمیره: ۰۷۷۷۷۷۸۸۴۸،
برېښنا لیک:
javid.zakiry@gmail.com
گهیځ