معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د لکونو ماشومانو خوارځواکي د اندېښنې وړ بللې

خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د لکونو ماشومانو خوارځواکي د اندېښنې وړ بللې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP ویلي، روان زېږدیز کال په افغانستان کې څه باندې ۵۰۰ زره ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د خوړو د لاسرسي محدودیتونه او سړه هوا د دې ستونزې اساسي لاملونه دي.

د دوی په وینا د دې وضعیت له امله ګڼې کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو برابرولو په برخه کې له سختو ننګونو سره مخ دي.

د روغتیايي کارپوهانو په باور که د دې ستونزې د حل لپاره بېړني اقدامات ترسره نه شي، د خوارځواکۍ دوام به د ماشومانو ودې او روغتیا لپاره جدي پایلې ولري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، له اړوندو ادارو او نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ هڅه کوي، څو په زیانمنو شویو سیمو کې اړینو مرستو ته لاسرسی زیات کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس