معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوړو نړیوال پروګرام ۲ میلیونه افغانانو سره د مرستو ځنډېدو خبر ورکړ

خوړو نړیوال پروګرام ۲ میلیونه افغانانو سره د مرستو ځنډېدو خبر ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام ويلي، چې د بسپنې د کمېدو له امله په روان زېږدیز میاشت کې شاوخوا دوه میلیونه افغانانو ته د خوړو رسولو پروګرام ځنډوي.
یاد سازمان په یوه بیان کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دې اړوندې ادارې د مشر له قوله ویلي، په دومره لږو سرچینو چې د خوړو نړیوال پروګرام ته پاتې دي، ټولو هغو خلکو ته چې له سختې لوږې سره لاس ګرېوان دي، خواړه نه شي رسولی. د بیان له مخې، دا په دې معنا ده چې د خوړو نړیوال پروګرام ۱۴ لکه نویو کسانو، مېندو او د هغوی ماشومانو ته، د خوارځواکۍ د مخنیوي ځانګړي خواړه نه شي رسولی.
بیان زیاتوي، چې WFP په راروانو شپږو میاشتو کې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري څو ۲۱ میلیون افغان وګړو ته د ژوند ژغورنې لپاره اړین خواړه ورسوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس