کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې وسلوالو دوه پولیس په ډزو وژلي دي.
دغه پېښه د غزني خېل په نوم سیمه کې شوې، چې وسلوال تر برید وروسته تښتېدلي دي.
ځايي سرچینو ویلي، برید په داسې مهال شوی، چې دغه دواړه پولیس له شپنۍ دندې څخه سهار وختي بېرته کورونو ته پر لاره وو.
تر اوسه پورې هېڅ کومې وسلوالې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
تر دې څلور ورځې وړاندې په یوې بله پېښه کې د همدې سیمې څلور پولیس د ناڅرګنده وسلوالو له لوري تښتول شوي، چې لا یې هم درک معلوم شوی نه دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/