معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر پښتونخوا کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړي مړه شوي

خېبر پښتونخوا کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړي مړه شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا کوهاټ ښار په دره ادم خېل زوړ بایزید خېلو سیمه کې د سېلابونو او تېز باران له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړي مړه شوي دي.

د ۱۱۲۲ ډله چې د ژغورنې په عملیاتو بوخته ده وایي، د دغه کور په ځمکتل کې د یوې کورنۍ غړي د سېلاب په اوبو کې ډوب شوي.

دغه ادارې زیاتوي، چې په مړه شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي همدا راز وایل ګیږي چې د سېلاب په اوبو کې ورکه شوې یوه پنځه کلنه ماشومه هم ژغورل شوې ده.

د جولای له ۲۹مې راهیسې په خېبر پښتونخوا او د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د پرلپسې بارانونو اورښت پیل شوی، چې له امله یې ګڼې سیمې اوبو لاندې کړې دي.

د پاکستان د راولپنډۍ په ګډون په یو شمېر نورو ښارونو کې د سختو اورښتونو له امله د باران بېړنی حالت اعلان شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس