معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر پښتونخوا کې د وسلواله برید له امله دوه پاکستاني پوليس وژل شوي

خېبر پښتونخوا کې د وسلواله برید له امله دوه پاکستاني پوليس وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې ناپېژانده وسلوالو پرون په خېبر پښتونخوا کې پر هغو پولیسو برید وکړ، چې د دریو قاضیانو موټر یې بدرګه کاوه.

د خبر پر بنسټ دغه پېښه کې دوه پولیس وژل شوي، خو قاضیانو ته زیان نه‌ دی اوښتی.

د پولیسو یوه مشر سلام خان ویلي، دغه برید په ډېری اسماعیل خان کې شوی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه‌ دی منلی، خو تر دې مخکې د دغه ډول بریدونو مسوولیت تحـ. ـریک طـ البان پاکستان منلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس