معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر پښتونخوا کې نامعلومو وسلوالو پر دریو پاکستاني وکیلانو برید کړی

خېبر پښتونخوا کې نامعلومو وسلوالو پر دریو پاکستاني وکیلانو برید کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د خېبر پښتونخوا په ټانک سيمه کې نامعلومو وسلوالو د دريو پاکستاني وکيلانو پر موټر بريد کړى دى.
په دغه برید کې مشهور مدافع وکیل دلنواز کندي وژل شوی او د هغه دوه همکاران ټپیان شوي دي.
د دغه برید په غبرګون کې په بنو او ډېره اسماعیل خان کې نن چهارشنبه د مدافع وکیلانو ټولنې عمومي اعتصاب هم اعلان کړی دی.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نۀ دی منلی، خو پاکستان په دې وروستیو کې د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون بالو له لوري تر سختو بریدونو لاندې په کم ساري ډول نا امن شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس