معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر پښتونخوا کې پر یوه روغتون د برید له امله اووه تنه وژل شوي

خېبر پښتونخوا کې پر یوه روغتون د برید له امله اووه تنه وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د خېبر پښتونخوا دېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې پر یوه روغتون د شوي برید له امله د دوو پوځیانو په ګډون اووه تنه وژل شوي.

د خبرپاڼې له مخې دغه برید د خېبر پښتونخوا د دېره اسماعیل خان ولسوالۍ اړونده سیمې کې پرون ناوخته شوی او وسلوالو د یوه روغتیايي مرکز کارکوونکي په نښه کړي دي.

پاکستانی پوځ ویلي، امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې درې تنه وسلوال له منځه وړي، خو د دوی دوه تنه سرتېري هم ووژل شول.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پوځي سرچینو له قوله ویلي، په برید کې ټول ټال اووه کسه وژل شوي، چې دوه تنه یې د دغه روغتیايي مرکز ښځینه کارکوونکې، دوه ماشومان، یو تن یې د مرکز ساتونکی او دوه تنه نور یې پوځیان وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس