معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر پښتونخوا کې یو جګپوړی پولیس افسر د خپلو دوو ساتونکو سره یوځای ووژل شو

خېبر پښتونخوا کې یو جګپوړی پولیس افسر د خپلو دوو ساتونکو سره یوځای ووژل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۴ مه نېټه):
پاکستاني رسنیو د خپل هېواد د چارواکو له خولې نن شنبه خبر ورکړی، چې خېبر پښتونخوا کې پېښور ښار ته څېرمه یو لوړپوړی پاکستانی پولیس د خپلو دوو ساتونکو سره یوځای د وسلوالو په برید کې وژل شوی دی.
دوی زیاته کړې چې بریدګر له برید وروسته د تېښتې پرمهال نورو پولیسو سره نښته وکړه چې په پایله کې هغوی هم ووژل شول.
د دغې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی، خو دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو لخوا د دغه هېواد پر پوځ او پوستو بریدونو زور موندلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس