کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۲):
د اسلامي دولت یا داعش ډلې په یوه بیان کې چې رسنیو ته رسېدلي ویلي، د دوی دوو وسلوالو د هوټل په دروازه کې ساتونکي باندې لاسي بم وغورځاوه او بیا یې دوه نور بمونه د چینایانو د مېلمستون په سالون کې په داسې حال کې واچول، چې د مېلمستون چینايي مېلمانه په یوه محفل کې راغونډ شوي وو.
دغې ډلې دغه راز ادعا کړې چې یو بریدګر یې د طالبانو خوا ته بم واچاوه او بل یې د هوټل د خونو د دروازو د پرانیستلو په خاطر چاودېدونکي مواد والوزول او د مېلمستون په خونو کې یې پر مېلمنو ډزې وکړې.
دغه برید چې تېره ورځ پر یوه هوټل وشو، د ذبیح الله مجاهد په وینا فقد دوه تنه بهرنیان چې ځانونه یې له پورته پوړونو غورځولي، په کې ټپیان شوي او بل کوم بهرني تبع ته په کې زیان نه دی رسېدلی.
خو بلخوا په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسوولینو ویلي، چې له تېرې ورځې پېښې څخه دوی ته ۳ مړي او ۱۸ ټپیان وروړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/