معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دفاع وزارت دوه نورې الوتکې هم الوتنو ته چمتو کړې

دفاع وزارت دوه نورې الوتکې هم الوتنو ته چمتو کړې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۷):
دفاع وزارت ويلي، د دغه وزارت په هوايي قومندانۍ کې یې دوه نورې الوتکې هم له رغون وروسته الوتنې ته چمتو کړې دي. د یاد وزارت ویاند ویلي، چې د دغه وزارت د هوايي ځواک په قومندانۍ کې دوه نورې MI-35 او C-208 ډوله الوتکې ترمیم او فعاله کړي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د ویجاړو شویو او غیر فعال الوتکو د بيا فعالېدلو او ترميم بهیر دوام لري.
د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال د افغانستان ډېری الوتکې او د هرات په ګډون د کابل هوایي ډګر ودانۍ او وسایل زیانمن کړي و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس