کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۵ نېټه):
د راپورونو له مخې دفاع وزارت ويلي، چې په وروستي یوه کال کې یې له هېواده بهر ته د زرګونه جنګي او نورو پوځي وسایلو له قاچاق څخه مخنیوی کړی دی.
د دې وزارت ویاند زیاته کړې، چې د یاد وزارت د کشفي عملیاتو په پایله کې نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته د جنګي وسایلو د قاچاق په تړاو لسګونه کسان نیول شوي دي.
د پوځي چارو شنوونکي د پوځي تجهیزاتو ساتنه د یوه هېواد د پوځ لپاره مهم ګڼي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو او د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د امریکا د فاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ۷،۱۲ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې دي.
بل لور دفاع وزارت د ځينو هغو وسلو، زغروالو وسایطو او دغه راز د ۶۰ هغو چورلکو د ترمیم خبر هم ورکړی، چې بهرنیو ځواکونو په خپلو وتلو سره ویجاړې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/