معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دفاع وزارت وایي، راتلونکی کال به د ملي اردو شمېر ۱۸۰ زرو ته ورسوي

دفاع وزارت وایي، راتلونکی کال به د ملي اردو شمېر ۱۸۰ زرو ته ورسوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملي دفاع وزارت چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې تر دې دمه شاوخوا ۱۵۰ زره سرتېري ملي اردو ته جذب شوي او ټاکل شوې ده، چې دغه شمېر د راتلونکي کال ترپایه پورې ۱۸۰ زره کسانو ته ورسیږي.
د دغه وزارت چارواکو زیاته کړې، چې اوسمهال د تېر حکومت لسګونه افسران هم د دغه وزارت په لوړو بستونو کې دندې ترسره کوي.
دوی دغه راز ویلي، دفاع وزارت توانېدلی چې شاوخوا ۵۰ زره نظامي وسايط چې زغروال ټانګونه هم په کې شامل دي، بېرته ترميم کړي.
د چارواکو په وینا کابل، بلخ، ننګرهار او غزني کې د ملي دفاع وزارت په ملکيتونو کې جوړو شويو هټیو ته د کرايې کتابچې وېشل شوې، چې له درکه يې څه د پاسه ۱۷ ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس