معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دفاع وزارت یو لک ۵۰ زره تنو ته د افغان ځواکونو د رسېدو خبر ورکوي

دفاع وزارت یو لک ۵۰ زره تنو ته د افغان ځواکونو د رسېدو خبر ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۴ مه نېټه):
د دفاع وزارت ویاند وايي، د افغان پوځ د ځواکونو شمېر یې یو لک ۵۰ زره تنو ته رسېدلی دی.
د نوموړي په خبره دغو ځواکونو په جوړښت کې د تېر حکومت د اردو ځواکونه هم شتون لري.
دوی زیاتوي، چې دغه ځواکونه له بشپړو پوځي تجهیزاتو برخمن دي او معاش یې هم پر ټاکلې نېټه ورکول کیږي.
د دفاع وزارت ویاند وایي، چې د دغه وزارت د ځواکونو په جوړښت کې د مخکیني حکومت د پوځ سرتېري هم حضور لري. نظامي چارو شنونکي پر دې باور دي، چې سرپرست حکومت د دغه پوځ د چارو د ښه ترسراوي او اکمالاتو لپاره د نورو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا نه لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس