معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دولتي پوهنتونونو کې تېر کال ۱۳ نوي پوهنځي رامنځته شوي

دولتي پوهنتونونو کې تېر کال ۱۳ نوي پوهنځي رامنځته شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۴  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د لوړو زده کړو وزیر د یو کلونو لاسته راوړنو پروګرام کې ویلي، په دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا ۱۱، د ماسټرۍ ۱۶ پروګرامونه، ۱۳ نوي پوهنځي او په خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ ۱۰ پروګرامونو رامنځته کول یې له مهمو لاسته راوړنو دي.

د لوړو زده کړو وزیر ویلي، د هېواد د تحصیلي سکتور پیاوړتیا په موخه، ۶۴۰ علمي کادرونه د ازادې سیالۍ له لارې جذب او ۱۳ سوه ۱۷ کارکوونکي په اداري، مسلکي او تخصصي بستونو کې په دندو ګمارل شوي دي.

د ده په خبره تېر کال یې ۲۲۱۲ تنه محصلین چې له هېواد څخه بهر په لوړو زده کړو بوخت وو، بېرته افغانستان ته راستانه او اسناد یې ارزول شوي دي.

لوړو زده کړو وزیر زیاته کړې، اوسمهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹ زره او ۹۹۱ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي، چې تېر کال کې ۵۱ زره او ۹۵۰ تنه محصلین فارغ شوي دي.

نوموړي همدا راز ویلي، د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، ۱۳۱ تحصیلي نصابونه اصلاح او د منظورۍ په موخه ذیصلاح مراجعو ته استول شوي، چې یادو نصابونو کې ۸۹ د لېسانس، ۳۵ د ماسټرۍ او ۷ د دوکتورا سویې نصابونه شامل دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس