معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دوه نورو خېریه موسسو هم افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه

دوه نورو خېریه موسسو هم افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۶ مه نېټه):
په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو پر کار تر بندیز وروسته دوو نورو خېریه موسسو هم اعلان وکړ چې افغانستان کې خپل فعالیتونه دروي.
د کریسچن ایډ او اکشن ایډ په نوم دغو موسسو خپلې چارې په افغانستان کې د حکومت د وروستۍ پرېکړې له وجې ځنډولي دي.
دې دواړو موسسو ویلي، د سرپرست افغان حکومت دغې پرېکړې ناهیلي کړي دي.
د کریسچن ایډ موسسې یوه خبرپاڼه کې د دې موسسې د پروګرامونو د مسوول رې حسن له قوله لیکل شوي، په افغانستان میلیونونه انسانان له لوږې سره مخ دي، چې د حکومت لخوا په غیر دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو پر کار د بندیز پرېکړه به هغه کورنۍ د لا ژور کړکېچ سره مخ کړي.
سرپرست افغان حکومت تر اوسه د دغو موسسو د کار د بندښت په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس