معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دې وروستیو کې د هېواد لرغونو او تاریخي سیمو ته د سېلانیانو ورتګ ډېر شوی

دې وروستیو کې د هېواد لرغونو او تاریخي سیمو ته د سېلانیانو ورتګ ډېر شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۷ نېټه):
د راپورونو له مخې دې وروستیو کې د هېواد بېلابېلو تاریخي او مشهورو ځایونو ته د بهرني سېلانیانو د ورتګ لړۍ چټکه شوې ده.
د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د امریکا، بریتانیا، سلوانیا او جاپان هېوادونو ګرځندویانو د غور ولایت له تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې.
د یاد ریاست مسولین زیاتوي، هڅه کوي، چې د ګرځندویانو لپار لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي، دې وروستیو کې د هېواد تاريخي او لرغونو سيمو ته ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سیلانیانو مخه کړې او په پام کې ده چې ګڼو سیمو کې د سېلانيانو لپاره نورې اسانتياوې هم برابرې شي.
د اوسني سرپرست حکومت په راتلو سره هېواد کې د جګړې له ختمېدا وروسته ګڼ ښکلي، تاریخي او مشهور ځایونه امن شول، چې ورته د داخلي او خارجي سېلانیانو د ورتللو مخه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس