معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د آریانا افغان هوايي شرکت ‘العین ښار’ ته د الوتنو لړۍ له سره پیل شوه

د آریانا افغان هوايي شرکت ‘العین ښار’ ته د الوتنو لړۍ له سره پیل شوه

کابل/ګهیځ
نن شنبه (د لړم/عقرب ۷مه او د اکټوبر میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د افغانستان د پلازمېنې کابل او د متحده عربي اماراتو العین ښار تر منځ الوتنې له اووه کلن ځنډ وروسته له سره پیل شوې.
آریانان افغان هوايي شرکت په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دا الوتنې به په اونۍ کې دوه ورځې (شنبه او چهارشنبه) له کابله العین ښار ته او بالعکس کېږي.
د شرکت د چارواکو په وینا، په دغو الوتنو کې به پر مسافرو سربېره سوداګریز توکي هم وړي را وړي.
افغان سوداګرو او امارات مېشتو افغان مسافرو د اریانا افغان هوايي شرکت د دې اقدام ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې له دې سره به د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه هم ډېره شي.
د تېر کال اګسټ له ۱۵مې وروسته د نړۍ بېلابېلو ښارونو ته د آریانا افغان هوايي شرکت د الوتنو لړۍ وځنډېده، خو وروسته له دې چې د روان کال د تلې یا میزان میاشتې په پیل کې د متحده عربي اماراتو د یوه شرکت له خوا د کابل په ګډون د هېواد د څلورو ولایتونو هوايي ډګرونه ورغول شول یوځل بیا د افغانستان دروازه د نړیوالو الوتنو پرمخ خلاصه شوه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس