کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو د خپلو ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د نسکوریدو په اړه د څېړنو وروستۍ پایلې یې اعلان کړې دي.
د ایراني رسنیو په وینا د چورلکې د غورځېدو اصلي لامل د سیمې پېچلی اقلیم او له غره سره ټکر و.
د پېښې د څېړنو بورډ په پېښه کې د هر ډول لاسوهنې خبره رد کړې او ویلي یې دي، چې د وزر د برخو او سیسټمونو د متخصصینو ازمایښتونو ښودلې چې د لاسوهنې نښې په کې نه ښکاري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/