معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اختر شپو – ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۰۹ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

د اختر شپو – ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۰۹ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۴مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترافیک پولیسو عمومي ریاست ويلي، چې په ټول هېواد کې د لوی اختر ورځو پرمهال د ۹۷ ترافیکي پېښو له امله ۴۸ تنه مړه شوي او ۱۶۱ نور ټپیان شوي دي.

د دوی په وینا خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې غوري هېواد کې د ترافيکي پېښو عمده لاملونه دي.

بل لور یو شمېر ولسي خلک په هېواد کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي اصلي لامل د بې اسنادو موټرو ډېروالی ګڼي.

تر دې وړاندې د ترافیک پوليسو عمومي رياست هېواد کې د ترافيکي پېښو د مخنيوي په موخه د یوې طرحې د چمتو کولو خبر ورکړی و او زياته کړې یې وه، چې د برېښنايي مديريت طرحه به د هېواد په پنځو لويو لارو کې چې تر ټولو ډېرې ترافيکي پېښې په‌ کې شوي، پلې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس