معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / *د اختر په تېرو دریو ورځو کې د ټرافیکي پېښو له امله هېواد کې شلو تنو ژوند بایللی*

*د اختر په تېرو دریو ورځو کې د ټرافیکي پېښو له امله هېواد کې شلو تنو ژوند بایللی*

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټول هېواد کې د تېر اختر په دريو ورځو کې ۳۵ ټرافیکي پېښې شوي دي.
د خبر له مخې د دغه شویو پېښو له امله ۲۰ تنو خپل ژوند بایللی او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د ټرافیکي مسوولینو په خبره ډېری پېښې د هغو خلکو له لوري ترسره شوي، چې کم عمره خلک وو او یا یې د موټر چلولو اجازه نامه نۀ درلوده.
د ټرافيكو عمومي ریاست د پلان او پالېسۍ مدیر وایي، چې د دغو ۳۵ ترافیکي پېښو له جملې یې ۴ پېښې په کابل کې رامنځته شوې دي.
تر اختر وړاندې ټرافیکو مسوولینو له خلکو غوښتي وو، چې د اختر په ورځو کې خپلو کم عمره اولادونو ته نقلیه وسایط د ټرافیکي ستونزو نه زېږېدو له امله په واک کې ورنه کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس