معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د اردن او سوریې پر پوله امریکايي اډې باندې بې پیلوټه برید شوی

د اردن او سوریې پر پوله امریکايي اډې باندې بې پیلوټه برید شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو ویلي، چې د اردن او سوریې پر پوله امریکايي اډې باندې برید شوی، چې په کې ۳۷ امریکایانو ته مرګ – ژوبله اوښتې.

د خبر پر بنسټ، رویټرز خبري آژانس د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې د اردن شمال ختیځ کې د سوریې سره پر پوله پر امریکايي اډې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی.

رویټرز ویلي، چې دې برید کې ۳ امریکايي سرتېري وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.

بل لور CNN د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي، چې پر غزې د اسراییلي اشغالګرو تر وروسته دا لومړی ځل دی چې په سیمه کې امریکایي عسکر په نښه او وژل کیږي.

.ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس