کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ازبکستان د دیني علماوو یو پلاوی کابل ته راغلی.
د حج، ارشاد او اوقافو وزارت وایي، چې دغه پلاوی د ازبکستان د مسلمانانو د ادارې رییس، مفتي نورالدین خالق نظر په مشرۍ د دغه وزارت د سرپرست نور محمد ثاقب په بلنه کابل ته راغلی دی.
د خبر پر بنسټ دغه پلاوي به د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا، دیني مسایلو، اسلامي زده کړو او د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د اړیکو پر ښه والي د افغان حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لیکلي، دغه پلاوی به د افغانستان له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو څخه هم لیدنې ترسره کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/