معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ پلاوی کابل ته راځي

د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ پلاوی کابل ته راځي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ به یو جګپوړی پلاوی په راتلونکو ورځو کې تاشکند څخه کابل ته سفر وکړي.
د خبر پر بنسټ، نوموړي ویلي، که‌ چېرې سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پاملرنه وکړي، د ازبکستان او نورو هېوادونو له لوري به په رسمیت وپېژندل شي.
په کابل کې د ازبکستان سفیر زیاتوي، چې په کابل کې د ازبکستان، قطر، ترکيې، چین، پاکستان، هند، ترکمنستان، قزاقستان او د اسلامي همکاریو د سازمان سفارتونه فعال دي او له دوی سره د سرپرست حکومت اړیکې مخ په پیاوړي کېدو دي.
د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو خونديتوب، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارېدل هغه شرایط دي، چې نړۍ سرپرست حکومت سره د تعامل لپاره وړاندې کړي دي، خو سرپرست افغان حکومت بیا د دغو شرایطو د پوره کېدو ډاډ ورکړی او تینګار یې کړی، چې حکومت یې دغو ټولو مسایلو ته په پوره معنا متوجې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس