معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ازبکستان نندراتون کې له سل میلیونه ډالرو زیات تړونونه وشول

د ازبکستان نندراتون کې له سل میلیونه ډالرو زیات تړونونه وشول

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له ازبکستانه تر راستنېدو وروسته ویلي، چې د ازبکستان نندراتون کې له سل میلیونه ډالرو زیات تړونونه وشول.

د نوموړي په خبره له ازبکستاني چارواکو سره په کتنو کې پر ترجیحي سوداګرۍ او د دغو دوو هېوادونو ترمنځ په ۱۷ سکټورونو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم خبرې کړې دي.

په دغه نندارتون کې۲۵۰ تنو سوداګرو او صنعتکارانو د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په څلور ورځني نندارتون کې د هېواد کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

عزيزي دغه‌ راز زیاته کړې چې له ازبکستاني چارواکو سره يې د افغان – ټرانس رېل پټلۍ د پروژې د پلي کېدو او د ترمز – مزارشريف تر هرات او کندهار پورې د رېل پټلۍ غځېدو په برخه کې د همکاريو د پراختيا په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس