معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ازبکستان یوه روغتیايي ډله د لنډې مودې لپاره بلخ ته راغلې

د ازبکستان یوه روغتیايي ډله د لنډې مودې لپاره بلخ ته راغلې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د ازبکستان یوه روغتیايي ډله د بلخ ولایت حیرتان بندر ښارګوټي ته راغلې او د ۵ ورځو لپاره به د ناروغانو وړیا درملنه وکړي.

د خبر پر بنسټ دغه ډله د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستۍ د لا ټینګښت په موخه راغلې او له ځان سره یې درمل، طبي تجهیزات او خوراکي توکي هم راوړي دي.

د مسوولینو په وینا دا ۳۴ متخصص ډاکټران به د حیرتان په ښارګوټي کې د بېلابېلو ناروغیو درملنه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې ازبکستان د دغو طبي مرستو ترڅنګ ۳۰ ټنه اوړه، ۱۰ ټنه وریجې، ۱۰ بورۍ بوره، ۳۵ زره لیتره غوړي، ۱۰ ټنه مکروني، او د ۲۰ قلمه غوښې مرسته هم کړې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس