معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د استخباراتو ریاست: د داعش ډلې د بهرنیو اړیکو سمبالوونکی مو نیولی

د استخباراتو ریاست: د داعش ډلې د بهرنیو اړیکو سمبالوونکی مو نیولی

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۱۳مه او د اکټوبر ۵مه نېټه ده) د استخباراتو لوی ریاست وایي، د داعش یا اسلامي دولت ډلې د بهرنیو اړیکو مسوول او مالي چارو سمبالوونکی یې نیولی دی.
د استخباراتو لوی ریاست تېره ورځ(سې شنبه د تلې ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نوموړي له یوکراین، جرمني، هسپانیا او ځینو نورو هېوادونو څخه داعش ډلې ته پیسې راټولولې چې بالاخره د پېچلو عملیاتو په پایله کې ونیول شو.
د دوی پر ټویټر له نیول شوي کس یوه اعترافي ویډیو هم خپره شوې، چې د عبدالمالک په نوم یاد شوی دی.
معترف وايي: “مستعار نوم مې مالکي دی، په بهرنیو هېوادونو کې مالي مرستې او د بشري قوې د جذب دنده درلوده. خلکو ته به مې داعش سره د یو ځای کېدو بلنه ور کوله، د یو کس په راوستو بریالی شوی یم “.
له دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي و، چې په دغه هېواد کې داعش ماتې خوړلې او د بریدونو له ځواکه یې غورځولي دي.
ده ویلي، چې اوس یې د خپلو بریدونو لپاره عام او بې دفاع وګړي نښه ګرځولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستانه د ترهګریزو ډلو د فعالیت په تړاو اندېښنه ښکاره کړې خو د ا.ا مشران دا اندېښنې بې بنسټه او د افغانستان د منزوي کولو هڅه بولي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس