معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د اسراییلو نوی حکومت نشي کولی چې د فلسطینیانو د عملیاتو مخه ونیسي

د اسراییلو نوی حکومت نشي کولی چې د فلسطینیانو د عملیاتو مخه ونیسي

یکشنبه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: د خبري اژانسونو د خبر له مخې د اسراییلي رژیم نوی حکومت به په هیڅ صورت د دوی پر وړاندې د فلسطینیانو د عملیاتو مخه ډب نشي کړی.
د عبراني ژبې د ورځپاڼې پوځي خبریال ټینګار کړی، چې د صهیونیسټي رژیم نوی حکومت به د اسرايیلي پوځیانو او په لویدیځه غاړه کښې یهودي مېشت ښارګوټو اوسېدونګو پر خلاف د فلسطیني مقاومت کوونکو د عملیاتو د بندولو توان ونلري .
د فلسطین د اطلاعاتو د مرکز د راپور له مخې، یوسي یهوشوا وویل چې په راتلونکې کابینه کې وزیران باید له داسې څرګندونو او ژمنو ډډه وکړي چې د پوره کولو توان یې نه لري.
یهوشوا دغه راز زیاته کړې، چې راتلونکی حکومت هم د هغو کارونو په اړه فکر نه شي کولی چې اوسنی حکومت د هغه لپاره کوم ګام نه دی اخیستی او نوی حکومت نشي کولی چې د فلسطیني ولس د عملیاتو مخه ونیسي.
دغه اسراييلي ليکوال او ژورناليست ويلي، چې د اسراييلو امنيتي خدمتونه د فلسطينيانو د انفرادي عملياتو د مخنيوي لپاره هيڅ وسيله نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس