معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اسراییلو پوځ د حـ ـزب الله د نوي مشر د وژلو ادعا کړې

د اسراییلو پوځ د حـ ـزب الله د نوي مشر د وژلو ادعا کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو پوځ ویلي، چې د حـ ـزب الله د وژل شوي مشر، حـ ـسن نصرالله ځای ناستی، هاشم صفی الدین یې د یو برید په ترڅ کې وژلی دی.

تر دې وړاندې العربیه هم راپور ورکړی و، چې د هاشم صفي الدین جسد د سې شنبې په ماسپښین د لبنان په المریجه سیمه کې د ۲۳ نورو کسانو سره یوځای له خاور لاندې پیدا شوی.

د اسرائیل پوځ په خپل بیان کې ویلي، چې د حزب الله ۲۵ لوړ پوړو مشرانو په ګډون هاشم صفی الدین چې د هوايي بریدونو د تنظیم مسوول و او محمود محمد شاهین هم په دغو هوايي بریدونو کې له منځه تللي.

هاشم صفی الدین، چې د حسن نصرالله له نږدې کسانو ګڼل کېده.

تر اوسه حـ ـزب الله په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس