معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د اسراییلي رژیم جنګي الوتکو د لبنان پر هوايي حریم تېری کړی

د اسراییلي رژیم جنګي الوتکو د لبنان پر هوايي حریم تېری کړی

شنبه، د لړم ۱۴مه
کابل/ګهیځ: د اسراییلي رژیم څلور جنګي او یوه جاسوسي الوتکه د لبنان هوايي حریم مات کړی او د دغه هېواد خاورې ته ننوتي دي.
دا خبره د لبنان پوځ په یوه خبرپاڼه کې کړې.
په همدې بنست، د اسراییلي جنګي او جاسوسي الوتکې د لبنان هېواد د ټولو سیمو پر فضا الوتنه کړې او بیا د بېروت ښار د لویدیځ سیند له لارې وتلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې لبنان او اسراییلي رژیم د امریکا تر څار لاندې خپلې اوبېزې پولي په رسمي ډول ترسیم او لاسلیک کړې.
دا لومړۍ سرغړونه ده، چې اسراییلي رژیم یې له تړون وروسته د لبنان د پولې په کراس کولو او د دغه هېواد پر فضا د الوتنې په کولو سره کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس