کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق بخت د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امـ ـیرخان مـ ـتقي سره کتلي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د امنیت، تعلیم، د نشه يي توکو پر ضد مبارزې، اقتصاد، بشري او پرمختیایي مرستو او د اسلامي همکاریو سازمان کې د افغان حکومت د استازیتوب پر پیاوړتیا خبرې کړي.
طارق بخت ویلي، دوی له افغانستان سره د سلیقوي چلند پلویان نه دي؛ بلکې پر واقعیتونو د متمرکز تعامل تګلاره تعقیبوي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان ته د دې لپاره راغلی، څو ځمکني واقعیتونه ومومي او د همدغو واقعیتونو په رڼا کې خپلواکه پرېکړه وکړي.
په ورته مهال د بهرنیو چارو وزیر امـ ـیرخان متقي ویلي، بهرنیو رسنیو کې انعکاس ورکوونکي مسایل د افغانستان له ځمکني واقعیتونو ډېر توپیر لري.
نوموړي هیله وښوده، چې نړیوال باید د رسنیز انځور پر ځای د افغانستان حقیقي وضعیت ته وګوري.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/