کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۰ مه نېټه)
د ګهيځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت، په کابل کې د ترکیې له پخواني سفیر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا څانګې له رییس سره د افغانستان په اړه ناسته کړې.
یاده ناسته چې د اسلامي همکاریو سازمان په سکرتریت کې ترسره شوې، په کې دواړو لورو د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه خبرې کړي.
دوی د افغانانو د ملاتړ پر دوام، د بشري مرستو پر همغږۍ او له اوسنیو چارواکو سره د بېلابېلو مهمو مسایلو په اړه د رغنده خبرو اترو د دوام پر ارزښت ټینګار کړی دی.
طارق علي بخیت ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان د افغان ولس د سوکالۍ لپاره د نړیوال تعامل پراخېدو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې له غړو هېوادونو سره د افغانستان په ملاتړ ګډ کار ته دوام ورکړي.
د ترکیې استازي هم د افغانستان د اوسني وضعیت د ښه والي لپاره د دوامداره همکارۍ ژمنه کړې او ټینګار یې کړی، چې ترکیه به د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/