یکشنبه، د لړم ۲۲مه
کابل/ګهیځ: که څه هم ډېری رسنیو پر دوی د فشارونو له امله شکایتونه کوي خو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د خصوصي رسنیو د پیاوړتیا لپاره د هڅو خبره کوي.
ملي ټلویزون ویلي، چې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له چارواکو سره په لیدنه کې دا خبره کړې او ویلي یې دي، چې د دولتي رسنیو تر څنګ د خصوصي رسنیو د پیاوړي کولو او هغوی ته د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو هڅې کوي.
خیرخواه ویلي، چې په ولایتونو کې د چارواکي خلکو ته پر وخت اطلاعات ورسوي او د مطالعې کلتور په دودولو کې دې ونډه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر رسنیو د اقتصادي او نورو ستونزو له کبله خپل فعالیتونه بند کړل، چې ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ور سره بې دندې شول.