یکشنبه، د لړم ۲۲مه
کابل/ګهیځ: که څه هم ډېری رسنیو پر دوی د فشارونو له امله شکایتونه کوی خو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د خصوصی رسنیو د پیاوړتیا لپاره د هڅو خبره کوی.
ملی ټلویزون ویلی، چې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له چارواکو سره په لیدنه کې دا خبره کړې او ویلی یې دی، چې د دولتی رسنیو تر څنګ د خصوصی رسنیو د پیاوړی کولو او هغوی ته د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو هڅې کوی.
خیرخواه ویلی، چې په ولایتونو کې د چارواکی خلکو ته پر وخت اطلاعات ورسوی او د مطالعې کلتور په دودولو کې دې ونډه واخلی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر رسنیو د اقتصادی او نورو ستونزو له کبله خپل فعالیتونه بند کړل، چې ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکی ور سره بې دندې شول.
گهیځ