معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانانو ترمنځ سیاسي اختلافات د خبرو له لارې حل کېدای شي

د افغانانو ترمنځ سیاسي اختلافات د خبرو له لارې حل کېدای شي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۵ مه نېټه):
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، کابل ته یې د سفر په ترڅ کې د سرپرست افغان حکومت له چارواکو سره لیدنه کې ژمنه ترلاسه کړې، چې له فساد او نشه‌ یي توکو سره به چټکه مبارزه کوي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون د یوې خبري ناستې پرمهال چې د اروپایي ټولنې سرپرست استازي رافایلا یودیچي هم حضور درلود، د خپل پنځه ورځني سفر راپور وړاندې کړ.
نیکلسون زیاته کړه، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د هېڅ ډول وسلوال مقاومت ملاتړ نه کوي.
نوموړي وویل، افغانستان ته په سفر کې یې د دغه هېواد د سرپرست حکومت له چارواکو، سیاسیونو او خبریالانو سره لیدلي دي.
د ده په باور د افغانستان د ټولو ستونزو د حل یوازینۍ لار د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس