معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغانستان الف کرکټ ټیم د آسیا په ایمرجینګ سیالیو کې اتلولي په خپل نوم کړه

د افغانستان الف کرکټ ټیم د آسیا په ایمرجینګ سیالیو کې اتلولي په خپل نوم کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ الف ټيم چې ابدالیان لوبډله نومیږي، د آسیا په ایمرجینګ کپ سیالیو کې د سریلانکا الف ټیم په ماتولو سره وتوانېده، چې د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.

په‌‌ دې پایلوبه کې سریلانکا افغانستان ته د ۱۳۴ منډو هدف ورکړی و چې افغان لوبډلې په ۱۹ اوور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف پوره کړ.

د دغې بریا لپاره د شپې ناوخته د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلک لارو – کوڅو ته راووتل او د بریا خوښي یې ولمانځله.

د ملي لوبډلې لوبغاړو راشد خان، محمد نبي او ګڼو نورو هم د مبارکۍ په پار ویډیوګانې خپرې کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپلې اېکس پاڼې د دې بریا مبارکي ورکړې او ویلي، چې افغان لوبغاړو په ټولو لوبو کې د افغانستان لپاره لاسته‌ راوړنې کړي.

د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شـ ـیر محمد عـ ـباس سـ ـتانکزي یو بیان کې ویلي، د افغانستان د کرکټ لوبغاړي، قهرمانان چې د سریلانکا په مقابل کې یې اتلولي خپله کړه؛ دوی ته، د کرکټ ټول ټیم او د دوی د کرکټ بورډ ټولو منسوبینو او د افغانستان ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایم. له الله پاکه نور توفیق ورته غواړم.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپله ایکس‌پاڼه په‌ دې بریا خوښي ښودلې.

په ایمرجنګ کپ سیالیو کې د افغانستان، هند، سریلانکا، بنګلدېش، کوربه متحده عرب امارات، عمان، هانک کانګ او پاکستان لوبډلې شاملې وې.

که څه هم دا الف ټیمونه وو، خو اکثرو لوبډلو کې د ملي ټيمونو مهم لوبغاړي هم ولوبېدل.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس