معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ مهم تړونونه لاسلیک شوي

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ مهم تړونونه لاسلیک شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د کانونو سرپرست وزیر په مشرۍ ترکمنستان ته تللي پلاوي د ترکمن چارواکو سره د ټاپي او ټاپ پروژو د تطبیق د تورغونډۍ – او هرات د رېل کرښې د لومړي فاز د رغونې او تورغونډۍ بندر د پراختیا او د نوري فایبر پروژو د چارو د چټکتیا او په دې برخه کې د شویو پرمختګونه په اړه هر اړخیز بحثونه کړي.

دې کتنو کې د ټاپي پروژې برخه کې وروستي پرمختګونه مثبت ارزول شوي او په راتلونکو څو ورځو کې د یادې پروژې د هرات برخې د پرانېستې لپاره پر چمتووالي خبرې شوې دي.

ترکمنستان ته تللي افغان پلاوي همداراز د افغانستان په خاوره کې د ټاپې پروژې د عملي چارو د پیل تړون، د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي (ټاپ) پروژې د تطبیق هوکړه لیک او د هرات – سنوبر د اوسپنې پټلۍ د عملي پلان او د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د ترمینل د پراختیا هوکړه لیک لاسلیک شول.

دغه راز په ترمز ښار کې د افغانستان او سیمې په کچه یو لوی سوداګریز مرکز هم پرانیستل شو، چې د مسوولینو په وینا د دې مرکز په پرانیستل کېدو سره به د افغانستان په ګډون د روسیې، قرغستان، بلاروس، قزاقستان، اذربایجان، ترکمنستان، پاکستان او ازبکستان سوداګرو ته ډېرې اسانیاوې برابرې کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس