معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان او روسیې ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري زیاته شوې

د افغانستان او روسیې ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د روسیې له ټاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري څو چنده زیاته شوې ده.

د ده په خبره د تېلو د تولید په برخه کې د مسکو او کابل ترمنځ همکاري له مخکې پیل شوې او هغه مخ په پراخېدو ده.

نوموړي دغه څرګندونې د افغان چارواکو د هغو وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وکړې، چې ویلي یې دي، نیت لري د خوړو د خوندیتوب او د تېلو د تولید په برخه کې له روسیې سره همکارۍ ته پراختیا ورکړي.

په کابل کې د روسیې سفیر ویلي، دوه اړخیزه سوداګري اوس څو چنده زیاته شوې او هغه هم تر ډېره بریده په دې خاطر چې روسیې افغانستان ته د غنمو، اوړو او غوړیو او د موټرو د تېلو په ګډون د ځینو توکو صادرات زیات کړي دي.

د روسیې سفیر همدارنګه زیاته کړې، چې د افغانستان کام ایر خصوصي هوایي شرکت لېوالتیا ښودلې چې له کابل څخه مسکو ته مستقیمې الوتنې پیل کړي او زیاته یې کړه چې د اړتیا په صورت کې به روسیه ورسره مرسته وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس