کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او قطر ترمنځ د هوایي پروازونو د پیل برخه کې هوکړه لاسلیک شوه.
د دغې هوکړې له مخې به د افغانستان او قطر ترمنځ مستقیم پروازونه پیل شي.
دغه هوکړه د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مرستیال عبدالسلام حیدري او د قطر هوایي ملکي چلند ادارې سرپرست محمدفالح الهاجري له لوري لاسلیک شوه.
دې مراسمو کې د قطر د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر جاسم بن سیف السیلطي او دوحه کې د افغانستان سفیر ډاکټر محمد نعیم هم شتون درلود.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې څو آسیایي هېوادونو افغانستان سره بېرته مستقیمې الوتنې پیل کړې، چې په کور دننه دغه چاره له تود هرکلي سره مخ شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/