معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزه راکړه – ورکړه زیاته شوې

د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزه راکړه – ورکړه زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هندي رسنیو راپور ورکړی، چې افغانستان کې د اوسني حکومت له بیا واکمنۍ وروسته د افغانستان او هند ترمنځ په سوداګرۍ کې د پام وړ ښه والی راغلی.

د انډین اکسپرېس د راپور له مخې، تېرو دریو کلونو کې افغانستان ته د هند صادرات کم شوي، خو برعکس له افغانستانه هند ته واردات زیات شوي دي.

سرچینې وايي، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ مالي کلونو په جریان کې هند ته د افغانستان صادراتو کچه ۶۴۲.۲۹ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

افغانستان هند ته انځر، کشمش، مڼې، وږه، زعفران، بادام، زردالو، پیاز، انار، چهار مغز او طبي بوټي صادروي، چې دا توکي د دواړو هېوادونو د سوداګریزې راکړې – ورکړې مهمه برخه جوړوي.

د دواړو هېوادونو چارواکو په وروستیو کې هڅې پیل کړي، څو د کابل – ډهلي سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس