معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان او پاکستان تر منځ د هوا له لارې ټرانزېټ پيلیږي

د افغانستان او پاکستان تر منځ د هوا له لارې ټرانزېټ پيلیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به له پاکستان سره د هوا له لارې هم ترانزیټ پیل کړي.

 له دغه وزارته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه هوکړه د سوداګرۍ د سرپرست وزیر او د پاکستاني پلاوي ترمنځ چې کابل ته یې سفر کړی و، شوې ده.

په دې سفر کې دواړو لورو  هوکړه کړې، چې نور به سوداګریزې چارې له سیاسته لرې ساتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اپتا تړون به هم په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړتیايي پړاو ته ورسوي. اعلامیه وايي، په پام کې ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د دواړو خواوو ترمنځ د هوا له لارې هم سوداګري پیل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د شوې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي ډګرونو له لارې صادراتي او وارداتي توکي ولېږدول شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس