معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ په اړه نوې هوکړې ته رسیدلې

افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ په اړه نوې هوکړې ته رسیدلې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۲ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د اسلام آباد او کابل ترمنځ پر ځینو وارداتي او صادراتي توکو د تعرفې د کمېدو نوې هوکړه شوې ده.
د دغو رسنیو د راپور پر بنسټ، په دې هوکړه کې ویل شوي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو ۶۰ سلنه مالیه کمیږي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر نقیب الله صافي ویلي، د دې سند په لاسلیک سره به د تعرفې ستونزې هوارې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري زیاته شي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، له اسلام آباد سره د تازه مېوو او سبزیجاتو پر پنځو توکو د ګمرکي تعرفو د کمولو هوکړه شوې او د دغه وزارت چارواکي هڅه کوي چې د ډبرو سکاره هم په نړیوال نرخ وپلوري.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت شمېرې ښيي چې په تېرو اوو میاشتو کې د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت افغاني توکي صادر شوي، چې له دې جملې څخه څه باندې ۷۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي یوازې پاکستان ته صادر شوي دي.
وړاندې تر دې یو شمېر افغان پانګوالو نیوکه کړې وه چې پاکستاني لوري ورته د سوداګرۍ په برخه کې مشکلات زیات کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس