کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۱ مه نېټه):
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې سبا د چهارشنبې په ورځ ۱۵ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د خبر پر بنسټ، د افغانستان مرکزي بانک د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتي، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغدي ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/