کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې د افغانیو ارزښت ساتلو په موخه سبا چهارشنبه ۱۵ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د افغانستان مرکزي بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
مرکزي بانک زیاته کړې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو وار، نغد او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/