کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو ویلي، چې د روان کال په ترڅ کې یې لرې پرتو سیمو کې نوې استازولۍ رامنځته کړي او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې د افغانیو ارزښت ساتلی دی.
د دغه بانک ویاند ویلي، د نویو حسابونو په پرانیستلو سره د هېوادوالو لپاره ګڼې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
نوموړی زیاته کړې، چې د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا او بانکي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې یې مهم ګامونه پورته کړي دي.
د دوی په وینا د افغانستان بانک د الکترونیکي بانکدارۍ د ترویج لپاره هم هڅې ګړندۍ کړي، چې د بانکي خدماتو د پرمختګ او عامه لاسرسي لپاره به ګټورې تمامې شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/