معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د افغانستان حکومت په قطر کې د امریکا او افغان چارواکو تر منځ لیدل تایید کړل

د افغانستان حکومت په قطر کې د امریکا او افغان چارواکو تر منځ لیدل تایید کړل

کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) افغان حکومت په قطر کې له امریکايي لوري سره خبرې تایید کړې او وايي چې قطر کې د دواړو خواوو تر منځ مذاکرات شوي دي.
د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، حکومت یې د نړۍ له نورو هېوادونو سره د اړیکو پر جوړولو بوخت دی او له امریکا سره هم د اړیکو پر پراختیا کار کوي.
هغه دغه ناستې د دوه اړخیزو اړیکو لپاره ګټورې وبللې خو څرګنده یې کړه چې د خبرو نور جزیات به وروسته شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې سي اېن اېن ټلویزیون راپور ورکړی و چې د افغانستان او امریکا استخباراتي چارواکو قطر کې ملاقات کړی او پر مختلفو مسایلو یې خبرې کړې دي.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د افغانستان د اوسني حکومت پر هغو پخوانیو او اوسنیو چارواکو د امریکا د وېزې بندیز اعلان کړ، چې د دوی په باور د انجونو او مېرمنو په ځپلو کې لاس لري او د ښځینه زده کوونکو پر وړاندې تر شپږم ټولګي پورته زده کړو پر مخ خنډ دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بلینکن دې خبرو ته په غبرګون کې ویلي، چې امريکا بايد په دوحه کې وروستيو خبرو ته په پام مثبت ګامونه واخلي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “دوی باید په عمل کې هم وښيي چې ا.ا سره د رغنده تعامل په لټه کې ده. دغه ډول پرېکړې، په دوو اړخیزو اړیکو منفي اغېز لرلای شي. ”
وزارت د اختلافي مواردو د هواري لپاره د ډیپلوماټیکو چنلونو پر رامنځ ته کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پر داسې پرېکړو دې له سره غور وشي چې د هیچا په ګټه نه دي.
د یادولو وړ ده چې، تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې هم ویلي و چې امریکا له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړولو په لټه کې ده او پر دغه هېواد د نظامي برید لپاره کوم امکان نه تر سترګو کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس