معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په یوه کان کې د چاودنې له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په یوه کان کې د چاودنې له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۲۴مه او د اکټوبر ماشتې ۱۶نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هغو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ اظهار کړی، چې په ترکیې کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې قرباني شوې دي.

تېره ورځ د ترکیې په شمال برتین ښار کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې چاودنه رامنځ ته شوه، چې له امله یې شاوخوا ۲۸ تنه ووژل شول.

د معلوماتو له مخې په دې کان کې ۱۱۰ تنو کار کاوه، چې له پېښې وروسته د ۲۸ تنو له وژل کېدو او ۱۱ تنو د ژغورل کېدو راپور ورکړل شوی.

د دغه کان پاتې کیندونکي لا هم ورک دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي، چې دغه وزارت د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي ښيي او هیله ښيي چې په کان کې ایسار وګړي په خوندي ډول وژغورل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د دغې چاودنې لامل، چې د ځمکې په ۳۰۰ مترو ژورو کې رامنځ ته شوې، نه دی روښانه خو د لومړنیو پلټنو له مخې اور اخیستونکي ګاز ښودل شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس